Skip to content

Service Privacy Notice

پښتو (Pashto)


د مهاجرت او بیا میشتیدنې د خدماتو د محرمیت خبرتیا

د Devon County Council د معلوماتو د محافظت د قانون Data Protection لاندې د ‘معلوماتو کنټرول کونکی’ په توګه راجستر شوی ځکه چې مونږ د خدماتو د کارونکو په توګه ممکن ستاسی په اړه معلومات راټول او وکاروو. مونږ ځکه ستاسی معلومات ځان سره ساتو ترڅو تاسی ته عامه خدمات وړاندې کړو. دغه خبرتیا تشریح کوي چې مونږ څنګه ستاسی معلومات راټولوو، کاروو او شریکوو.

که تاسی غواړئ په دې اړه نور معلومات ترلاسه کړئ چې مونږ ستاسی شخصي معلومات څنګه خوندي ساتو، مهرباني وکړئ زمونږ د  Data Protection Officer  سره اړیکه ونیسئ.

که د دی خبرتیا، چی د معلوماتو د محرمیت په اړه ده کوم بدلون راشی مونږ به تاسی ته خبر درکوو

دغه د محرمیت خبرتیا وروستی ځل په 18/12/2023 نیټه کی تازه شوی. که مونږ ستاسی شخصي معلومات د کومو نوي موخو لپاره وکاروو، که چیری د معلوماتو د ساتنې د اوسني قانون سره سم، اړین وي، دغه بدلون به د معلوماتو په پالیسۍ کی راوړل کیږی او بدلون به تاسی ته خبر درکول کیږی. که تاسی د دې محرمیت د خبرتیا په اړوند کومې پوښتنې لری مهرباني وکړئ زمونږ د Data Protection Officer سره اړیکه ونیسئ.‌

مونږ کوم معلومات راټولوو او یا کاروو؟

مونږ اړتیا لرو چی لاندې معلومات او یا د هغه ځینې برخی راټولی کړو:

  • ستاسی نوم
  • ستاسی عمر
  • ستاسی جنسیت
  • د پاسپورټ شمیره
  • د هغه ځای توضیحات چې تاسی پکښی اوسیږئ / ستاسی پته
  • ستاسی د ویزې، د کډوالۍ وضعیت او یا د بیا میشتیدنې د برنامی په اړه معلومات
  • په Devon کې ستاسو د کورنۍ د غړو په اړه ورته معلومات
  • ستاسی د اړیکو معلومات (د تیلفون شمیره او ایمیل آدرس)
  • ستاسو د ماشومانو ښوونځی او UPN (د زده کوونکو ځانګړی شمیره)
  • د ابتدايي مرستو د غوښتنو او یا د محفوظ ساتنی safeguarding د اندیښنو او خطرونو په اړه معلومات

ستاسی د شخصي معلوماتو د راټولولو او یا پروسس کولو موخی

د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه کړو چې مونږ کولای شو تاسی او ستاسی کورنۍ سره په سیمه کی د میشتیدو په اړه مرسته وکړو مونږ باید ستاسی په اړه معلومات راټول کړو. دا به مونږ سره مرسته وکړي چی هغه خدمات چې تاسی ورته اړتیا لرئ وړاندی کړو. د اړتیا په صورت مونږ به ستاسی معلومات د باور وړ شریکانو سره شریک کړو ترڅو دوی ته اجازه ورکړو چې تاسی ته هغه خدمات وړاندی کړي چې تاسی ته ګټه رسوي.

د لاندی دلیلونو لپاره مونږ اړتیا لرو چې ستاسی په اړه معلومات راټول او وساتو:

  • د عامه خدمتونو وړاندې کول
  • د ځینو خدماتو د وړاندې کولو لپاره ستاسو د هویت تصدیق کول
  • د پوست، ایمیل، او یا تیلفون د لارې تاسی سره اړیکه نیول
  • ستاسی د اړتیاوو ارزونه د هغه خدماتو لپاره چی تاسی غوښتنه کړی وی
  • پدې پوهیدل چې مونږ ستاسی لپاره نور څه کولای شو او تاسی ته د نورو اړوندو خدماتو او ګټو په اړه خبر درکول
  • زمونږ د خدماتو په اړه ستاسی نظر ترلاسه کول
  • ستاسی د خدماتو د وړاندی کونکو د ریکارډ تازه کول
  • مونږ سره مرسته کوي چې پوه شو چې مونږ تاسی ته د خدماتو په وړاندې کولو کې څنګه کار کوو او Devon خلک کوم خدماتو ته اړتیا لري
  • د مالي معاملاتو د اجراتو لپاره
  • د عامه بودیجه په کارولو کې د درغلیو او فساد د مخنیوی او کشف لپاره
  • مونږ ته اجازه راکوي چې قانوني دندې په اغیزمنه توګه ترسره کړو
  • د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه کړو چې مونږ د تنوع او مساواتو په ګدون خپل قانوني مکلفیتونه ترسره کوو
  • که مونږ ستاسی په اړه کافي معلومات ونلرو، مونږ نشو کولای چی تاسی ته خپل خدمات په مؤثره توګه وړاندې کړو

مونږ څنګه ستاسی معلومات خوندي کوو

مونږ ژمن یو چې ډاډ ترلاسه کړو چې هر هغه شخصي معلومات چې مونږ یې ستاسی په اړه لرو خوندي ساتل کیږي.

  • ·       کاغذی ریکارډونه په خوندي ودانیو او دفترونو کې ساتل کیږي.
  • ·       الکترونیکي ریکارډونه په خوندي معلوماتي سیسټمونو کې ساتل کیږي.
  • ·       کارکوونکي په منظم ډول د معلوماتو د ساتنې روزنه ترلاسه کوي.
  • ·       مونږ به ستاسی معلومات د اړتیا د نشتون په صورت کی د اوږدی مودی لپاره نه ساتو.
  • ·       مونږ پالیسي او طرزالعملونه لرو چې ستاسی د معلوماتو په خوندي ساتلو کې مرسته کوي.

ستاسی د شخصي معلوماتو د راټولولو لپاره زمونږ قانوني دلیلونه

په هغه حالت چې مونږ د محرمیت د خبرتیا د پورته ذکر شویو دلیلونه په اساس ستاسی په اړه شخصي معلومات راټولوو، مونږ دغه کار د انګلستان د عمومي معلوماتو د محافظت د مقرراتو په اساس چی په لاندی کې لست شوي، کوو:

  • ·       د شپږمی مادی د لمړی بند (e)   Article 6(1) مطابق – د عامه ګټو لپاره د عامه دندو د ترسره کولو لپاره اجرات
  • ·       د نهمی مادی د دویم بند (g) Article 9(2) مطابق – د عامه ګټو لپاره د معلوماتو ترلاسه کول او که اجرات اړین وی

شخصي معلومات چې په دې خبرتیا کی د ذکر شويو موخو لپاره راټول شوي وی هیڅکله د بازار موندنې موخو لپاره نه کارول کیږي او یا هیڅکله کوم بل دریم اړخ ته نه پلورل کیږي.

هغه ترلاسه کونکی چې مونږ ممکن ستاسی شخصي معلومات ورسره شریک کړو

مونږ به یوازې ستاسی معلومات د اړتیا په صورت د لاندی نهادونو سره شریک کړو ځکه چې تاسی ته هغه مرستې او خدمات چمتو کړئ چې تاسی ورته اړتیا لرئ. هغه سازمانونه چې مونږ کولای شو ستاسی معلومات ورسره شریک کړو د لاندی نهادونو په ګدون دی:

  • ·       د لویانو او ماشومانو ټولنیزه پاملرنه.
  • ·       نور کنسولونه.
  • ·       د کور خدمتونه.
  • ·       مرکزي حکومت لکه د Department for Levelling up ریاست، د کور جوړونې او ټولنې Housing and Communities او د Homes Office
  • ·       ډاکټران او روغتیايي متخصصین.
  • ·       پولیس.
  • ·       رضاکارانه سازمانونه او خیریه موسسې چې د میلمنو سره مرسته کوي.

مونږ ممکن ستاسی او ستاسی د کورنۍ په اړه شخصي معلومات هم له هغو کسانو سره شریک کړو چې مونږ ورسره کار کوو ترڅو تاسی ته خدمات وړاندې کړو.

د معلوماتو نړیوال لیږدونه

د Devon County Council اراده نلري چې ستاسی معلومات هغو هیوادونو ته انتقال کړي چیرې چې هلته د انګلستان د معلوماتو د محافظت قانون نه پلي کیږی.

مونږ به څومره وخت ستاسی شخصي معلومات ساتو؟

مونږ به ستاسی په اړه معلومات په سیمه کې ستاسی د استوګنې په موده او ستاسی د استوګنې څخه 2 کاله وروسته ساتو. د دې وخت نه وروسته ستاسی په اړه معلومات به په خوندي ډول له منځه وړل کیږی.

ستاسی حقوق د معلوماتو د ساتلو په اړه

د معلوماتو د ساتنې د قانون له مخې، تاسی حق لرئ چې د خپل شخصي ریکارډونو یوه کاپي ترلاسه کړئ کوم چې زمونږ لخوا ساتل کیږي، دې موضوع ته لاسرسي غوښتنه او یا  Subject Access Request (SAR) ویل کیږي.

د غوښتنو کولو څرنګوالي توضیحات په لاندی لینک کی ترلاسه کیدای شي.

Details of how to make a request can be found here.

د معلوماتو د محافظت د قانون له مخی ستاسی د حقونو په اړه نور توضیحات او د دوی د کارولو څرنګوالی دلته شتون لري available here.

شکایتونه

که تاسی د دې محرمیت خبرتیا او یا ستاسی د شخصي معلوماتو د پروسس کولو په اړه کوم نظر، پوښتنه او یا شکایت لرئ، مهرباني وکړئ زمونږ د معلوماتو د محافظت افیسر Data Protection Officer سره اړیکه ونیسئ.

په بدیل سره، که تاسی د هغی طریقې څخه خوښ نه یاست چې DCC ستاسی شخصي معلومات اداره کوي، تاسی حق لرئ چې د معلوماتو د کمیشنرانو دفتر  Information Commissioners Office (ICO) ته خپله غوښتنه او یا اپیل وړاندی وکړئ. د معلوماتو د کمیشنرانو دفتر Information Commissioners Office (ICO) د معلوماتو د ساتنې مقررات Data Protection Regulations د پلي کول او نظارت دنده لری.

د اړیکو جزئیات لاندې دي:

Information Commissioner’s Office د معلوماتو د کمیشنرانو دفتر
Wycliffe House
Water Lane
Wilmslow
Cheshire
SK9 5AF

ایمیلEmail: casework@ico.org.uk

اتوماتیک پریکړې

Devon County Council اراده نلری چې ستاسی او ستاسی د کورنۍ په اړه د اتوماتیک پریکړې کولو لپاره د کمپیوټر د سیسټمونو څخه کار واخلي.